په نیمروز کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په فضا کې د بېپیلوټه الوتکې د ګزمې له دوامه خبر ورکړی دی. سرچینو چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ویلي چې دا ډرون الوتکه له څو شېبو راهیسې ګرځي راګرځي. تر اوسه څرګنده نه ده چې دا بېپيلوټه د کوم هېواد ده او څنګه د افغانستان هوايي حریم ته راغلې ده. تراوسه په نیمروز کې طالبانو په دې اړه څه ویلي نه دي. دا په داسې حال کې ده چې بیګاه شپه هم په هرات او نیمروز کې دوو بېپيلوټه الوتکو دورې وهلې دي. له دې وړاندې هم په یو شمېر