روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۷

د نیمروز په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ګزمې دوام

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ګزمې له دوامه خبر ورکړی دی.سرچینو چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ویلي چې دا ډرون الوتکه له څو شېبو راهیسې ګرځي راګرځي.

په نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ګزمې له دوامه خبر ورکړی دی.

سرچینو چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ویلي چې دا ډرون الوتکه له څو شېبو راهیسې ګرځي راګرځي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا بې‌پيلوټه د کوم هېواد ده او څنګه د افغانستان هوايي حریم ته راغلې ده.

تراوسه په نیمروز کې طالبانو په دې اړه څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې بیګاه شپه هم په هرات او نیمروز کې دوو بې‌پيلوټه الوتکو دورې وهلې دي.

له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ډرون الوتکو د ګزمو په تړاو راپورونه خپاره شوي و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x