د امریکا پوځ پخوانی جنرال جان جیک کین وایي، چې طالبان په دې ښه پوهېږي، چې القاعده ډله چېرته ده او څنګه یې ساتنه کیږي. هغه وايي، د دغې ډلې مشران هم په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ژوند کوي او طالبان ترې ساتنه کوي. په واشنګټن کې د هوډسن څېړنیز انسټیټوټ له لوري د افغانستان د حالاتو په اړه جوړ شوي بحث کې د امریکا پوځ د لوی درستیز پخواني مرستیال جنرال جیک کین د افغانستان له پولو خورېدونکې ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او دا یې «بې ساري او خورا