د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یوې زورورې چاودنې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې دوه چینايي انجینران وژل شوي دي. نوموړي وزارت دوشنبه د اکټوبر پر ۷مه په یوه بیان څرګنده کړې چې په دې پېښه کې يو چينايي انجنير ټپي شوی هم دی. په بیان کې راغلي: «د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه تېره شپه هغه ناوړه ترهګریز برید چې دوه چینايي انجینران یې ووژل او یو بل کس یې ټپي کړ، په کلکه غندو» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د دغه