روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۳۵

طالبانو په تخار کې د ښځو حقونو یوه فعاله له یوې اوونۍ راپدېخوا بندي کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  سیمه‌ییزې سرچینې په تخار ولایت کې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو یوې فعالې نسیمه سادات د نیولو خبر ورکوي.سرچینې چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ورځپاڼې ته منلې چې نسیمه سادات د تېرې اوونۍ له چهارشنبې راپدېخوا د طالبانو د تخار په زندان کې ده.د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نسیمه سادات له کلونو راهيسې د تخار ولايت کليوالي ښځو او نجونو ته په پټ ډول د «کور په کور» تاوتريخوالي، اجباري او کم عمره ودونو د مخنيوي په هکله عامه پوهای کوي

سیمه‌ییزې سرچینې په تخار ولایت کې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو یوې فعالې نسیمه سادات د نیولو خبر ورکوي.

سرچینې چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ورځپاڼې ته منلې چې نسیمه سادات د تېرې اوونۍ له چهارشنبې راپدېخوا د طالبانو د تخار په زندان کې ده.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نسیمه سادات له کلونو راهيسې د تخار ولايت کليوالي ښځو او نجونو ته په پټ ډول د «کور په کور» تاوتريخوالي، اجباري او کم عمره ودونو د مخنيوي په هکله عامه پوهای کوي.

سرچینې په ډاګه کوي، طالبانو د ښځو حقونو دا فعاله یوې داسې کورنۍ ته د پوهاوي پرمهال چې غوښتل یې خپله ۱۰ کلنه لور د سیمې یو قومي مشر ته نکاح کړي، د تخار د بهارک ولسوالۍ د «ګل‌میش» په کلي کې نیولې او د دغې ډلې د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست ته یې لېږدولې ده.

سرچینې زیاتوي، طالب جنګیالیو یو شمېر هغه ښځې هم چې د نسیمه سادات د خوشې کېدو په موخه یې د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست ته مراجعه کړې وه، سختې وهلي‌ټکولي دي.

نسیمه سادات د پنځو ماشومانو مور ده.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په وار وار د ښځو حقونو فعالان نيولي، بنديان او شکنجه کړي دي.

ورته مهال، طالبانو د بشري حقونو کوم سازمان ته د خپلو کړنو په اړه ځواب نه دی ویلی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x