روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۶

په طالباني رژیم کې پراخ فساد او بډې‌اخیستنه؛ ولس ترې ستړی شوی

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې په یو شمېر ادارو کې د فساد او بډې‌اخیستنې خبر ورکوي.

دوی چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه له ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال د طالب ډلې یو شمېر غړي په فساد او بډې‌اخیستو تورنوي.

د دوی په خبره، د طالبانو په ډېرو وزارتونو، په ځانګړې توګه د پاسپورټ او پېژندپاڼو په ادارو کې «کمېشن‌کاران او د اسنادو جعل‌کاران» حضور لري.

د کابل ښار يو اوسېدونکي نصرت‌الله په دې هکله وويل: «لکه څنګه چې د تېر حکومت په دولتي ادارو کې فساد و، د طالبانو په یو شمېر ادارو کې تر هغې زیات دی. د طالبانو چارواکي د کمېش‌کارانو له لارې بډې اخلي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو په رژیم کې د قانون نشتوالی یوه جدي ننګونه ده.

د کابل ښار يو بل اوسېدونکي مصطفی وويل: «د طالبانو رژیم قانوني نه دى او د تېر حکومت قانون يې لغوه اعلان کړى دى. په دې بډې‌اخیستونکي رژیم کې اڼډيوال‌بازي، عدالت په نظر کې نه نیول، قوم‌پالنه او ان جنسي فساد هم په پراخه کچه شته دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ په تېرو درېیو میاشتو کې په دغه ښار کې د کمېشن‌کاري په تور د ۱۰۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

ورته مهال، یو شمېر هېوادوال وايي چې طالبان تل د تېر حکومت سرتېري او خپل سياسي او پوځي مخالفان په بېلابېلو پلمو نیسي او بندیانوي یې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x