روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۰۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۰۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: واشنګټن د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل وايي چې واشنګټن د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي.پټېل سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مه په یوې خبرې ناسته کې ویلي چې له طالبانو سره دا ډول تعامل د «افغانستان د خلکو او د امريکا د ملي ګټو د ملاتړ» لپاره اړين دى.د هغه په ​​خبره، دا تعامل یوه زمينه هم برابروي څو د هغو امريکايي وګړو د خلاصون په هکله چې د دغې ډلې په زندان کې دي مخامخ خبرې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل وايي چې واشنګټن د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي.

پټېل سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مه په یوې خبرې ناسته کې ویلي چې له طالبانو سره دا ډول تعامل د «افغانستان د خلکو او د امريکا د ملي ګټو د ملاتړ» لپاره اړين دى.

د هغه په ​​خبره، دا تعامل یوه زمينه هم برابروي څو د هغو امريکايي وګړو د خلاصون په هکله چې د دغې ډلې په زندان کې دي مخامخ خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې له طالبانو سره د دغه هېواد تعامل له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بنسټ جوړوي او په افغانستان کې د بشري حقونو مسئله هم د واشنګټن د اجنډا په سر کې ده.

امريکا په داسې حال کې له طالباني رژيم سره د خپل تعامل خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې جنیوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د هېواد د بشري حقونو د وضعیت په هکله ملي راپور وړاندې کړ.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x