روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۳-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۴-۰۳-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۲۰

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي ۲۳۳ ماشومان يې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د تېرو نهو میاشو په ترڅ کې یې په سرپل ولایت کې ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. د دوی په خبره دغه ماشومان یې د هغوی کورنیو ته له ضمامت اخیستلو وروسته سپارلي دي.

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د تېرو نهو میاشو په ترڅ کې یې په سرپل ولایت کې ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.

د دوی په خبره دغه ماشومان یې د هغوی کورنیو ته له ضمامت اخیستلو وروسته سپارلي دي.

دغه وزارت د سه شنبې په ورخ د (لیندۍ ۲۸مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روان کال په نهو میاشو کې د سرپل ولایت هغه ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي چې د ایران له لوري له پولې را اړول شوي وو.

یاد وزارت وايي، دغه ماشومان په هرات ولایت کې د جګړې ماشومان (وار چایلډ) دفتر له لوري په سرپل ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو امریت ته سپارل شوي دي.

دغه ماشومان په داسې حال کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې په ورستیو دوو میاشتو کې د پاکستان او ایران له لوري افغان کډ‌وال په زوره له دغو هیوادونو ایستل کیږي او ډیری وختونه د کورنیو غړي له یو بل څخه جلا شوي هم وي.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق په خپلو خپرو شویو راپورونو کې تل د افغان ماشومانو په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې، په دغه هیواد کې د بې وزلۍ، وچکالۍ او داخلي کډوالۍ له امله ماشومان اړ شوي چې درانه کارونه وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x