سیمهییزې سرچينې وايي چې په فارياب کې يو طالب جنګیالی د خپلې مېرمنې له خوا وژل شوى دى.
سرچينې ورځپاڼې ته منلې چې دغه پېښه سېشنبه د غويي پر ۱۱مه په قيصار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
دا کس سېداسلم نومېده او په فاریاب کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ اداري مدیر و.
د سرچينې په خبره، نوموړی طالب د انګورو په خپل باغ کې د مرمۍ پر ډزې وژل شوی دی.
سېداسلم د تېر حکومت د پولیسو غړی و؛ خو له سقوط څو میاشتې دمخه طالبانو سره یو ځای شوی و.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې شاوخوا درې مياشتې دمخه هم د فارياب په المار ولسوالۍ کې يو وسلهوال جنګیالی د خپلې مېرمنې له خوا وژل شوى و.
اړوندې لیکنې :
- په سوېلي وزیرستان انګور اډه کې احتجاج کوونکو په دویمه ورځ خپلې غوښتنې وړاندې کړې
- د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د طالبانو د فشار له کبله خپلې چارې وځنډولې
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې تر دوو میلیونو زیاتې امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي
- په هرات کې یو طالب وژل شوی
- په غزني کې د سړې هوا له کبله یو طالب مړ شوی دی