روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۳-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 5
تاریخ : ۲۴-۰۳-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۱۳
: 5

په سوېلي وزیرستان انګور اډه کې احتجاج کوونکو په دویمه ورځ خپلې غوښتنې وړاندې کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د چمن تر پرلت وروسته د انګور اډې اوسېدونکو تېره ورځ د انګور اډې لارې د تړلو په غبرګون کې احتجاج کړی او له پاکستاني حکومت يې غوښتي چې که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو پرېکړه بیرته وانخلي دوی به حکومتي ځایونو ته تړلې لارې همداسې بندې وساتي.

د چمن تر پرلت وروسته د انګور اډې اوسېدونکو تېره ورځ د انګور اډې لارې د تړلو په غبرګون کې احتجاج کړی او له پاکستاني حکومت يې غوښتي چې که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو پرېکړه بیرته وانخلي دوی به حکومتي ځایونو ته تړلې لارې همداسې بندې وساتي.

دغو احتجاج کوونکو له پرون راهیسې په انګور اډه کې پوځي چوڼیو ته تللې لارې یې بندې کړې او ګواښ يې کړی که يې غوښتنې و نه منل شي په ورته نورو ګامونو هم لاس پورې کوي.
له تېرو څلور ورځو راهیسې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره له پکتیکا سره د تګ راتګ پر مخ تړلې.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن کې لسګونه زره ځايي خلکو د سپین بولدک- چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه يې داده چې په دغه لاره دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ وشي.
تر هغه وړاندې به په دغه لارو تګ راتګ په افغان پيژندپاڼه او پاکستاني شناختي کارډ کېده.
د سوېلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو له پاکستاني يوځه غوښتي چې د دوی څوارلس غوښتنې به مني که نه د دوی په خبره که په راتلوونکي کې هر څه پېښ شول مسول به یې پاکستانی پوځ وي.
د انګور اډې يو ځايي مشر حاجي صحبت خان وايي: «موږ د پاکستان پوځ ته دا غوښتنې وړاندې کوو، که مني يې ښه ده، که نه بیا که هر څه پېښ شول مسولیت يې د دوی په غاړه.»
د انګور اډې اوسېدونکو په څوارلس غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل کیدل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې دي
خو پاکستاني حکومت په دې اړه خپل تازه دريځ نه دی روښانه کړی او یوازې په دې کلک ولاړ دی چې افغانستان ته په ټولو لارو به تګ راتګ په افغاني او پاکستاني پاسپورټ او وېزو کیږي.

د یادولو ده چې له پرون راهیسې د انګور اډې بازار په احتجاجي ډول تړل شوی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x