د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په کتنه کې له دغه هېواد سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پېلېدو ټينګار کړی دی.
د طالبانو دفاع وزارت چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه د مجاهد او په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام نریمان محمدوف ترمنځ له لیدنې خبر ورکړی دی.
مجاهد په دې کتنه کې زیاته کړې: «په کابل کې د اذربایجان سفارت پرانېستل یو مثبت ګام دی او موږ د اوږدمهاله اړیکو د پیاوړتیا لپاره په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې د همکارۍ ژر پېلېدو غوښتونکي یو.»
دغه وزارت د محمدوف له قوله لیکلي چې نوموړي له طالبانو سره همکارۍ ته چمتوالی ښودلی.
د یادونې ده چې د دلوې میاشتې په وروستیو کې نریمان محمدوف په کابل کې د دغه هېواد د سفارت پرانېستلو رسمي مکتوب د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته وسپاره.
څه موده وړاندې د طالبانو د رییسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې غواړي خپل سوداګریز توکي د اذربایجان له لارې اروپايي بازارونو پورې ورسوي.
اړوندې لیکنې :
- په عام محضر کې ښځو ته پر سزا ورکولو او سنګسارولو د ملا هبتالله ټينګار
- حنفي: طالبان دې په ګامبیا کې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ته وروبلل شي
- د ترکیې سفیر او د طالبانو د کابل پوهنتون رئیس د «علمي همکاریو» په اړه خبرې وکړې
- ملا یعقوب: داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري
- ملا یعقوب او د قطر د دفاع وزیر د «دوه اړخیزو اړیکو» په هکله وغږېدل
- مجاهد یا حکمتیار؛ کوم یو درواغ وایې؟