روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۴۷

ازبکستان له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړي دي.د مرکزي اسيا ټايمز سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مه راپور ورکړی چې دغه هوکړه تاشکند ته د «افغان سوداګرو» د يو پلاوي د درې ورځني سفر په ترڅ کې شوې ده.د دغه راپور پر بنسټ، تاشکند او طالبان غواړي څو د ازبکستان-افغانستان د سوداګرۍ شورا جوړه کړي چې ۱۸ افغان شرکتونه به یې غړیتوب ولري.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د مرکزي اسيا ټايمز سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مه راپور ورکړی چې دغه هوکړه تاشکند ته د «افغان سوداګرو» د يو پلاوي د درې ورځني سفر په ترڅ کې شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، تاشکند او طالبان غواړي څو د ازبکستان-افغانستان د سوداګرۍ شورا جوړه کړي چې ۱۸ افغان شرکتونه به یې غړیتوب ولري.

په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان د وارداتي بازار ارزښت اووه میلیارده ډالرو ته رسېږي.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان واردونکي تر ډېره د کرنیزو «محصولاتو، پروسس شویو خوړو، ټوکر، څرمن، برېښنايي پرزو او ساختماني توکو غوښتنه کوي.»

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له دغې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

د تېرکال د سلواغې میاشتې په نیمایي کې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپارل شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x