د کډوالو له حقونو د دفاع یوه بنسټ ویلي چې د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د دوسیې په اړه رسېدنه کوي. د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې د جمعې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې اړه به محکمه د لیندۍ په ۲۱مه ترسره شي. د بې اسناده پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره د پاکستان حکومت له اعلان وروسته، دغه کمېټه چې په کراچۍ ښار کې د پاکستاني وکیلانو او بشري حقونو فعالانو په ګډون جوړه شوې ده، په ځلونو یې د دغه بهیر د لغوه کولو لپاره