روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۵-۰۳-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۵-۰۳-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۱

علي وزیر: پر ډیورنډ کرښه ازغن تار د هر پښتون په زړه کې ښخ دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر وايي، پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا تېر شوی ازغن تار د هر پښتون په زړه کې ښخ دی.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر وايي، پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا تېر شوی ازغن تار د هر پښتون په زړه کې ښخ دی.

نوموړی د دې تار تېرولو کې له پاکستان سره د امریکا پر مالي مرسته نیوکه کوي او وايي: «امریکا د ټولو بېماریو مور ده.»

علي وزیر د یکشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه انګور اډه کې پرلت ته په وینا کې دا خبره وکړه.

د چمن پرلت په څېر انګور اډه کې هم ځايي خلکو له نږدې ۱۸ ورځو راهیسې له پکتیکا سره پر پاسپورټ د تګ راتګ په مخالف کې پرلت کړی دی.

علي وزیر دې پرلت ته نن وویل، ډیورنډ کرښه د افغانستان او هند یا انګرېز ترمنځ وه، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نه ده تېره شوې.

د هغه په خبره، له انګرېز سره تړون دا و چې که دواړو غاړو ته څوک د خپل لیدلو، مریض یا کروندې لپاره تلل کوم ریکاوټ به پکې نه وي.

نوموړي د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار لګول د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ستونزو د زیاتېدو لامل وبلل.

علي وزیر وویل، پاکستان په دې پلمه چې د وسلوالو د تګ را تګ مخه نیسي د ازغن تار لګولو پلان جوړ کړ او امریکا یې مرسته وکړه.

نوموړي په دې پلان کې له اسلام اباد سره د مرستې له امله امریکا د ټولو ناخوالو مور وبلله او ویې ویل، د واشنګټن په مالي مرسته پاکستان پر کرښه ازغن تار تېر کړ او ور ور سره د پښتنو ستونزې نورې هم ډېرې شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x