پاکستان ویلي، په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره دا ناقانونه کړنه ده چې د راتلونکي کال د فبرورۍ میاشتې د ټولټاکنو څخه دمخه په کوم سیاسي یا ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي او یا یې هم ملاتړ وکړي او دا به هغو کډوالو ته خبرداری وي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل:« په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې په پاکستان کې د سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو لپاره د کوم نوماند ملاتړ او یا تمویل ناقانونه کړنه ده.»
دغه وزارت زیاته کړې:« هر هغه افغان چې په دغه ډول فعالیتونو کې لاس لري، پرته له دې چې په پاکستان کې قانوني حیثیت ولري، وبه شړل شي.»
اړوندې لیکنې :
- ملګرو ملتونو له پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو ایستل غندلي دي
- پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه
- فیلپو ګرانډي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان کډوالو په هکله خبرې وکړې
- د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د لغوې لپاره رسېدنه کوي
- له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ درې لوړپوړي امریکايي چارواکي اسلاماباد ته سفر کوي
- د بشري حقونو څار سازمان: هېوادونه دې د افغانستانی کډوالو د اېستلو له پاره پر پاکستان فشار راوړي