روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۲-۰۳-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۲-۰۳-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۴۷

د چمن پرلت وهونکي: پولیسو پر پرلت وهونکو برید کړی او دوه کسان يې ټپیان کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د چمن پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین تر برید او نیولو وروسته تېره شپه د پرلت پر خیمو ډزې کړې او دوه پرلت وهونکو يې ټپیان کړي.د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، پولیس هڅه کوي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي. ځکه يې تېره ورځ پر منظور پښتین برید وکړ او بندي يې کړ.

د چمن پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین تر برید او نیولو وروسته تېره شپه د پرلت پر خیمو ډزې کړې او دوه پرلت وهونکو يې ټپیان کړي.

د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، پولیس هڅه کوي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي. ځکه يې تېره ورځ پر منظور پښتین برید وکړ او بندي يې کړ.

نوموړی وایي تېره شپه ځايي پولیسو د پرلت پر خېمو ډزې کړې او په خېمو کې ناست دوه پرلت وهونکي يې ټپیان کړي.

ښاغلی غوث الله د یادې پيښې په اړه وايي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د بلوچستان ایالت ځايي چارواکي په دې لټه کې دي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي خو موږ په هیڅ صورت پرلت پای ته نه رسوو. پرون یې منظور پښتین بندې کړ، زموږ پر پرلت یې ډزې وکړې خو موږ قربانۍ ته چمتو یو او موږ به خپلې غوښتنې خامخا د پاکستان په حکومت منو.»

د پېښې عیني شاهدان وايي، د ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او د لا ښې درملنې لپاره باید د کوټې روغتونونو ته ولېږدول شي.

د چمن پرلت مرکزي کمېټې غړی مولوي عبدالمنان وايي: «پولیسو یو ځل زموږ پر ملګرو ډزې وکړې، د ملګرو روغتیايي حالت ښه نه دی خو اوس پولیس له دې ځایه د ټپیانو د لیږد اجازه نه راکوي موږ غواړو د پولیسو د رسمي مکتوب له لارې خپل ټپیان کوټې ته د ښې روغتیا په موخه ولیږدو.»

دغه پرلت له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې روان دی او په دغه موده کې د پرلت وهونکو پر یو شمېر غړو عریضې هم شوې دي، پر پرلت وهونکو تور دی چې په پرلت کې يې د خبرو پر مهال د پاکستان حکومت خلاف ویناوې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x