روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۷

اروپايي ټولنې له پاکستانه ایستل شویو کډوالو او زیانمنو خلکو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اروپايي ټولنې له پاکستانه ایستل شويو کډوالو او په افغانستان کې له زيانمنو کورنیو سره د ملاتړ لپاره ۶۱ ميليونه يورو مرسته کړې ده.

اروپايي ټولنې له پاکستانه ایستل شويو کډوالو او په افغانستان کې له زيانمنو کورنیو سره د ملاتړ لپاره ۶۱ ميليونه يورو مرسته کړې ده.

دې ټولنې د سې‌شنبې ورځ، د لړم میاشتې په ١٦مه، د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي چې د دې مرستو يوه برخه په هېواد کې دننه افغانانو ته او بله برخه يې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته ځانګړې شوې ده.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، د مرستو له نوې بستې څخه ۶۰ میلیونه یورو په افغانستان کې فعالو بشري سازمانونو او یو میلیون یورو پاکستاني بنسټونو ته ځانګړې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته به په افغانستان کې د خوراکي توکو ناورین ته رسیدنه وکړي او له دې بوديجې سره به د هېواد په لوېديځ کې د زلزلې ځپلو خلکو ته سرپناه، روغتيايي اسانتياوې، اوبه او خواړه برابر شي.

د اروپايي ټولنې د ناورینونو مديريت کمېشنر یانز لنارچیچ وايي، له زلزلې وروسته د افغانانو بشري اړتياوې د اندېښنې وړ دي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې سږکال اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې ۹۴ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

افغانستان دا مهال له یو ستر بشري ناورین سره مخ دی او سږکال په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بېړنیو نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.

رسمي شمېرې ښيي چې د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۱۷ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x