معترضو مېرمنو ژولیا پارسي او منیژې صدیقي ته نږدې سرچینې وايي چې دا دواړه مېرمنې د طالبانو په زندانونو کې له «ناوړه روغتیايي وضعیت» سره مخ دي. سرچينې د سېشنبې ورځ، د لیندۍ په ١٤مه، رسانو ته تاييد کړې چې منیژې صديقي د پلچرخي له زندانه خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولې او په ژړا او چیغو يې د ځان ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده. د منیژې صدیقي مور هم په یوه ویډیویي کلېپ کې ویلي چې لور یې د مرګ له حالت سره مخ ده. په ورته وخت کې سرچینې همداراز د ژولیا پارسي د ناوړه روغتیايي