روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۵-۰۳-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۵-۰۳-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۰۳

نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتسو ناکامورا د وژنې څلور کاله پوره شول

پایگاه خبری تحلیلی روایت : جاپاني الاصله افغان بشرپال تیتسو ناکامورا څلور کاله مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په همدې ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) د ناپیژنده کسانو له خوا ووژل شو. ډاکټر ناکامورا د افغانانو له خوا د ابادۍ اتل بلل کېده.

جاپاني الاصله افغان بشرپال تیتسو ناکامورا څلور کاله مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په همدې ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) د ناپیژنده کسانو له خوا ووژل شو.

ډاکټر ناکامورا د افغانانو له خوا د ابادۍ اتل بلل کېده.

په کاکا مراد مشهور جاپاني الاصله افغان ناکامورا شاوخوا شل کاله د هیواد په ختیځ بیا په ځانګړي توګه ننګرهار ولایت کې ډیر رغنیز کارونه ترسره کړي دي.

د نوموړي وژنه په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مل وه او تراوسه پورې هم د هغه کړنې په هیواد کې یادیږي.

ناکامورا په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰څاګانو کېندلې او د سلګونه جریبه ځمکو د خړوبولو لپاره یې په کمبیري دښته کې د مروارید کانال هم بشپړ کړی و.

د یادونې ده چې د ډاکټر تیتسو ناکامورا له وژل کیدو وروسته د هغه په نوم یو څلی په ننګرهار او یو واټ په خوست ولایت کې ونومول شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x