د اکسپرېس ټربیون د راپور له مخې باوري سرچینو ویلي، د طالبانو حکومت دغه کسان یوه ورځ وړاندې په کونړ ولایت کې نیولي دي. راپور کې راغلي:« په یو مهم پرمختګ کې، د افغانستان سرپرستې ادارې د تحریک طالبان پاکستان د ملاکنډ ډویژن اړوند درې قوماندانان او ۱۶ وسلهوال نیولي دي.» دغه سرچینې د سه شنبې په ورځ اکسپرېس ټربیون ته ویلي، دغه کسان یوه ورځ وړاندې د کونړ په سرحدي سیمه کې نیول شوي وو. دغه ګام وروسته له هغه اخیسنل شوی، چې پاکستان پر افغان طالبانو فشارونه زیات کړي؛ چې د ټيټيپي په وړاندې پرېکنده ګام واخلي.