د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي حسین ابراهیم طاهه سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
امنه محمد د سېشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۶مه پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي چې دوی د افغانستان او غزې پر وضعیت خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دوی د افغانستان او غزې د ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان پر ګډ کار ټینګار کړی دی.
د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امنه محمد د تېر هجري لمريز کال په وروستيو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر کړى و.
نوموړې کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي وو، اړتیا ده چې طالبان له ۱۳مې پېړۍ څخه ۲۱مې ته ولېږدول شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي وو چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ریاستالوزرا مرستیال په ګډون یې د دې ډلې له څلورو وزیرانو سره هم ورته څرګندونې کړې وې.
هغه مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټینګار کړی و چې طالبان باید د «نړۍوالې کورنۍ» د اصولو سره سم د هر ډول دریځ څخه کار واخلي.
اړوندې لیکنې :
- د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو غوښتنه کړې
- ایا د نور تلویزیون خپرونې "غیر اسلامي" و؟
- ایا اسلامي هیوادونه له طالبانو څخه مایوسه شوي دي؟
- په مصر باندې د ناپلیون له برید څخه څو پیړۍ وروسته د یوه اسلامي قدرت راڅرګندېدل
- ملا اختر محمد منصور د حسن عباس په روایت کی
- د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي