روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۳۵

په مصر باندې د ناپلیون له برید څخه څو پیړۍ وروسته د یوه اسلامي قدرت راڅرګندېدل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ایران اسلامی جمهوریت د تیرې سه شنبې په شپه په دمشق کښې د ایران په کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د حملې په غبرګون کښې په اسرائیلو څه دپاسه ۳۰۰ ډرون او توغندی وویشتل. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه برید کې د ایران اسلامي جمهوریت ۱۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۳۶ کروز توغندي او ۱۱۰ ځمکني توغندی د اسرائیل پر رژیم و اورول. که څه هم د امریکا متحده ایالات، فرانسه او برطانیه د اسرائیلو تر څنګ ودریدل او د دغو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د شنډولو هڅه یې وکړه، خو رپوټونه ښيي چې تر نیمايي زیات توغندي له مخکې ټاکل شوي هدفونه په نښه کړي او له منځه یې وړي.

د ایران اسلامی جمهوریت د تیرې سه شنبې په شپه په دمشق کښې د ایران په کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د حملې په غبرګون کښې په اسرائیلو څه دپاسه ۳۰۰ ډرون او توغندی وویشتل. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه برید کې د ایران اسلامي جمهوریت ۱۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۳۶ کروز توغندي او ۱۱۰ ځمکني توغندی د اسرائیل پر رژیم و اورول.

که څه هم د امریکا متحده ایالات، فرانسه او برطانیه د اسرائیلو تر څنګ ودریدل او د دغو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د شنډولو هڅه یې وکړه، خو رپوټونه ښيي چې تر نیمايي زیات توغندي له مخکې ټاکل شوي هدفونه په نښه کړي او له منځه یې وړي.

د سه شنبې په شپه زه په رسنیو او ټولنیزو شبکو پسې وم چې د دې بریدونو په اړه د نړۍ د مسلمانانو غبرګون وګورم.

تر هغه ځایه چې ما ولیدل، په افغانستان او عربي هیوادونو کې د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکو دا پیښه په ځانګړې لیوالتیا سره تعقیب کړه او ډیری یې هرکلی وکړ.

د ایران د پوځي ځواب لپاره دوه ډوله استقبالونه موجود وو:

لومړی دا برید د صهیونیسټي رژیم د ماشومانو د وژلو جنایتونو ته یو ځپونکی ځواب وو. هغه رژیم چې له کلونو راهیسې یې د لویدیځ په ملاتړ د فلسطین خلک وژلی او یوازې په تیرو شپږو میاشتو کښې یې د غزې په تړانګه کښې د دغه هیواد څه دپاسه ۳۳ زره بې ګناه ښاریز وژلی دی.

دوهم لامل په مصر باندې د ناپلیون له برید څخه څو پیړۍ وروسته د اسلامي ځواک په راڅرګندیدو کې د خلکو خوښي وه.

په ۱۷۹۸ کال کې د یوه ځوان جنرال «ناپولین بوناپارت» تر قوماندې لاندې د فرانسې د پاڅون ځواکونو پر مصر برید وکړ او تر خپل واک لاندې یې ونیو.

دا برید یو سخت او څرګند درس و چې دا یې وښودله چې حتی یو کوچنی اروپایی ځواک کولی شي لوی اسلامي هیوادونه فتح او اشغال کړي.

دا په زړه پورې ده چې ناپلیون هم د مسلمانانو له خوا نه بلکې د یوه بل بهرني ځواک (انګلستان) د سمندري ځواکونو له خوا له مصر څخه وتلو ته اړ شوی و.

د دویم اتفاق درس هم، همداسې چې برنارد لوییس وایي، دا وو چې“ نه یوازې داچې اروپایي ځواک توانیدل چې راشي خپل ارادې عملي کړي،بلکې بل اروپايي وکولای شو چې هغه بهر کړي.

 

دغه ضعفونه او کمزورتیاوې د جګړې په صحنه کې، ددې سبب شوې چې اسلامي نړۍ په کلونو کلونو د لوېديځو هیوادونو تر ښکېلاک لاندي راشي.

د ناپلیون له جګړو وروسته دا لومړی ځل دی چې د یوه اسلامي ځواک پوځي وړتیا د ټولو نړیوالو رسنیو سرټکي ګرځي او د هغه توغندي په منځني ختیځ کې د لویدیځ او د هغه د متحدینو خوب ګډوډوي. د یکشنبې په شپه، د نړۍ ټول مشران – له امریکا، انګلستان او فرانسې څخه تر نورو پورې – د ایران د ځواک ننداره یې کوله .

هغه څه چې تېره شپه پېښ شول د یوه اسلامي ځواک د راڅرګندېدو ژمنه یې وکړه او مسلمانانو دا د غربي ظلم د دورې پای ته رسیدو،  په سترګه وکتل او خوښ وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x