د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي او د دې ډلې د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود د بندیزونو په غبرګون کې وايي چې د طالبانو دغو دوو غړو د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو بې برخې کړی دی. ډیکر د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۸مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې حنفي او محمود په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې شریک دي. نوموړې ټینګار کړی چې امریکا به د طالبانو له دغو دوو لوړپوړي