روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۶

د امریکا له خوا د طالبانو پر دوو لوړ پوړو چارواکو بندیزونه؛ مجاهد: فشار راوړل د هېڅ ستونزې حل نه دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا د مالیې وزارت د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي او د دې ډلې د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو او نجونو د ځپلو په تور تحریم کړي دي.

د امریکا د مالیې وزارت د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي او د دې ډلې د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو او نجونو د ځپلو په تور تحریم کړي دي.

دغه وزارت د جمعې ورځ، د لیندۍ په ۱۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې خالد حنفي له ۱۴۰۰ وروسته د بشري حقونو جدي سرغړونې کړې چې په کې قتل، تښتونه، په دورو وهل او د خلکو وهل ټکول شامل دي.

د دغه وزارت په وینا د طالبانو د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له اصلي طرحه کوونکو او ملاتړو څخه دی.

د امريکا د ماليې وزارت د اعلاميې پر بنسټ، د حنفي تر څارنې لاندې د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر غړو د ښځو پر فعاليتونو او د هغوى د زده‌کړو په ګډون د حقونو د محدوديتونو پر وړاندې تعرض کړی دی.

خو د طالبانو ویاند د امریکا د حکومت دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې فشار او بندیزونه د هېڅ ستونزې د حل لاره نه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: « په داسې حال کې چې امریکا پخپله د اسرائیلو د ملاتړ له امله د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي بلل کیږي، پر نورو د بشري حقونو په سرغړونو تورنول او بیا پرې بندیزونه لګول د امریکا له لوري بې بنسټه او غیر منطقي دي.»

د هغه په ​​وينا، امريکا د دا ډول «ناکامو» کړنو تاريخ لري، بايد خپلې ناکامې تجربې تکرار نه کړي.

دا کسان د امریکا د مالیې وزارت له خوا پر یو شمېر هېوادونو د نویو بندیزونو په لېست کې شامل دي او د مرکزي افریقا جمهوریت، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایټي، ایران، لایبریا، چین، سویلي سوډان او یوګانډا هم په دې لیست کې لیدل کېږي.

له څه باندې دوو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دي.

د افغانستان او نړۍ د خلکو له پرله پسې غوښتنو سره سره دې ډلې د ښځو لپاره د تعلیمي موسسو دروازې نه دي پرانېستي او ویلي یې دي چې د ښځو لپاره ښوونځي او پوهنتون ته د تلو شرایط لا هم مناسب نه دي.

څو ورځې وړاندې د شپږم ټولګي نجونو د روان ښوونیز کال په پای کې له اوښکو او خپګان سره مخه ښه وکړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x