د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د دې ادارې سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی دی.
دې ادارې پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې بختالرحمن شرافت د چهارشنبې ورځ، د لیندۍ په ۸مه عشقاباد ته سفر کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لیکلي، ټاکل شوې چې شرافت به د دغه سفر په ترڅ کې د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له چارواکو سره د «دوه اړخیزو همکاریو او د لېږد رالېږد پر زیاتوالي» خبرې وکړي.
ترکمنستان که څه هم د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.
تر دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې خبر ورکړی و چې د څلورو میاشتو لپاره یې د تخنیکي زدهکړو لپاره ۱۴ کارکوونکي ترکمنستان ته استولي دي.
د دې ادارې په وينا، د روزنيز کورس له پاى ته رسېدو وروسته به د يادو کسانو له تجربو څخه د اوسپنې د پټلۍ د پراختيا په برخه کې کار واخيستل شي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- ایا نړۍ د طالبانو غوښتنو ته تسلیم به و شي؟
- د طالبانو پر وړاندې ویجاړونکي ستونزې
- ایا اسلامي هیوادونه له طالبانو څخه مایوسه شوي دي؟
- د طالبانو لوی درستیز تخار ولایت ته ولاړ
- د «طالبانو ته باج مه ورکوئ» کمپاین غړې؛ نه غواړو د دغې ډلې واک خوندي پاتې شي