روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۵-۰۳-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۵-۰۳-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۴

د شبږم ټولګي پای او نه پوره شوې هیلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسلام د دین په اړه ناسم پوهاوی او دودونه او قومي عادتونه د نجونو پر زده کړو د بندیز دوه سترلاملونه دي. په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور خپور شوی چې پکې دوه نجونې لیدل کیږي . دغو نجونو د ښوونځي یونیفورم اغوستی او په سترګو کې اوښکې بهیږي او خدای ج ته دعا کوي. په طبیعي توګه دغو نجونو غوښتل چې ښوونځي پای ته ورسوي او پوهنتون ته داخل شي.

د ۱۴۰۲ م ښونیز کــــــــــــــــال پای ته ورسید دغه ښونیز کال پای ته رسیدو سره دوه کالــــــه تیر شول چې د نجونو له زده کړو منع شوې وې.

دوه کاله وړاندې کله چې طالبان واک ته ورسیدل د نجونو پر زده کړو یې بندیزونه ولګاول د دې ډلې د مشر تر حکم پورې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل وځنډول اوس لومړي حکم له خبریدو دوه کاله تیرشوي لاهم د دوهم حکم په اړه کم خبر نشته ظاهرا د طالبانو مشر د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو د حکم صادرولو ته لیوالتیا نه لري او دا کار د اسلامي شریعت او یا هم په دقیق ډول د طالبانو د شریعت او د افغاني ټولینې د دودونو خلاف ګڼي .

د طالبانو یو تن غړی په یو مرکه کې منلې چې خویندې یې تر اووم ټولګې پوري ښوونځیو ته  تللې او وروسته مدرسه کې شاملې شوې.

کله چې کله چې کوربه ترې وپوښتل چې ولې ستاخویندو ښوونځی پریښود ؟ طالب ځواب ورکړ ځکه زموږ دودونه اجازه نه ورکوي او د ښوونځي فضا هم  خوندي نه وه.

(له مطلب سره اقتباس) د دې طالب دا وینا د نجونو د تعلیم په اړه د دې ډلې نظر څزګندوي .

د اسلام د دین په اړه ناسم پوهاوی او دودونه او قومي عادتونه د نجونو پر زده کړو د بندیز دوه سترلاملونه دي. په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور خپور شوی چې پکې دوه نجونې لیدل کیږي . دغو نجونو د ښوونځي یونیفورم اغوستی او په سترګو کې اوښکې بهیږي او خدای ج ته دعا کوي. په طبیعي توګه دغو نجونو غوښتل چې ښوونځي پای ته ورسوي او پوهنتون ته داخل شي.

د پوهنتون تر فارغیدو وروسته به دنده او وظیفه وي او خپل هیواد او ولس ته خدمت کوي. ښایې د خیال په نړۍ کې ډیر خوبونه ولیدل او ډیر آرمانونه او هیلې درلودل ، خو یو وخت یې د خوبونو کور وران شو او خوبونه یې په نا امیدۍ بدل شول . دوی د نه پوره شوي خوبونو او نامعلوم برخلیک له امله ژاړي . دا اوښکه په ځمکه کې ترټولو صادقه او پاکه اوښکه ده، د پوهاوي او روښانتیا د محرومیت له امله اوښکې . دا انځور له زده کړو څخه محرومو نجونو احساس په ښه توګه بیانوي او د هغوی له اندیښنو څخه خبر ورکوي. نن ورځ افغان نجونې د ښځو په جرم له زده کړو یې برخې د یويې ډلې دوی یرغمل کړي دي.  دوی یې له ازادۍ لو د زده کړو له حقه بې برخې کړي دي. افغان نجونې د بلې هرې ډلې په پرتله د واکمنئ ډلې تر فشار لاندې دي. اوسني واکمنان د ښځو له ځواک او پوهې ویره لري. له همدې امله ، دوی هڅه کوي چې دا طبقه ودروي. پوهې نجونې هیڅکله ذلت نه مني او د نارینه وو په مشروطه اطاعت نه کوي او د غلامانو په څیر ژوند نه کوي .

طالبـــــــان په دې لټه کې دي چې د نجونو لپاره د دیني مدرسو د جوړولو له لارې فرمانبردارې او غلامې نجونې وروزي . دوی غواړي په ښونځیو ا پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړي په بندولو سره د ټولنې نیم بدن د تباهۍ او بربادۍ پرلور وخوځوي. خو له دې ټولو سره سره به په پای کې د افغانستان نجونې  وګټي   او دا بریا به په خپل نوم کړي.

د شپږم ټولګي پای د زده کړې پای نه دی افغان نجونې باید خپلو کورونو کې ښوونځي جوړ کړي او زده کړې وکړي او و ښېي چې هیڅ کله به سرټیټ نه کړي نه به یې څوک د زده کړې مخه ونیسې.

د زغم او مبارزې تاریخ هغه به د افغانستان ښځې او نجونې هیرې نه کړي او د دوی د دریځ کیسه به په زرینو ټکو لیکي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x