روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۱۰

طالبان: د تدارکاتو کمیسیون د څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : دغه منظورې شوې پروژې د طالبانو د دفاع، کورنیو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټ‍کنالورۍ وزارتونو او د افغانستان د برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو یادې شوې دي.

دغه منظورې شوې پروژې د طالبانو د دفاع، کورنیو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټ‍کنالورۍ وزارتونو او د افغانستان د برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو یادې شوې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یادې ډلې د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونده کې د څلور میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۸ پروژې منظور کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په منظورو شویو پروژو کې د وردګو ولایت د چک بند د پاتې چارو بشپړول، له ارغندۍ څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا د لین غځولو پاتې چارو بشپړول، د هرات او تور غونډۍ د ۲۲۰ کلیو ولټ لین چمتوکول، د زابل د شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د سړک بیارغونه، د کابل ـ لوګر سړک د دوهم لین د پاتې چارو بشپړول، د باکیفیته او چټکو انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمیر نورې پروژې شاملې دي.

طالبانو پر یادو پروژو د کار د پیل د مودې په اړه څه نه دي ویلي خو وايي د یادو پروژو په پلې کېدو سره به زرګونو هیوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x