د ایران اسلامی جمهوریت د تیرې سه شنبې په شپه په دمشق کښې د ایران په کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د حملې په غبرګون کښې په اسرائیلو څه دپاسه ۳۰۰ ډرون او توغندی وویشتل. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه برید کې د ایران اسلامي جمهوریت ۱۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۳۶ کروز توغندي او ۱۱۰ ځمکني توغندی د اسرائیل پر رژیم و اورول. که څه هم د امریکا متحده ایالات، فرانسه او برطانیه د اسرائیلو تر څنګ ودریدل او د دغو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د شنډولو هڅه یې وکړه، خو رپوټونه ښيي چې تر