روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۰

رینا امیري د طالبانو له زندانونو د اعتراض کوونکو ښځو د خلاصون غوښتنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له زندانونو د ژولیا پارسي، منیژې صدیقي، ندا پرواني، پریسا ازادې او د بشري حقونو د ټولو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.امیري د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۸مه د «بشري حقونو نړۍوالې ورځې» په مناسبت، ټینګار کړی چې د بشري حقونو فعالان باید «مجازات» نه شي

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له زندانونو د ژولیا پارسي، منیژې صدیقي، ندا پرواني، پریسا ازادې او د بشري حقونو د ټولو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

امیري د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۸مه د «بشري حقونو نړۍوالې ورځې» په مناسبت، ټینګار کړی چې د بشري حقونو فعالان باید «مجازات» نه شي.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي دي: «د طالبانو تبعیضي فرمانونه چې ښځې او نجونې په نښه کوي، په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه سرغړونې دي.»

د بشري حقونو نړۍواله ورځ د ډیسمبر په ‍۱۰مه ولمانځل شوه.

خو په افغانستان کې داسې وخت راغلی، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا هېواد یو ځل بیا د بشري حقونو د ژور ناورین کندې ته غورځېدلی دی.

د تېرو دوو لسیزو د ټولو لاسته راوړنو له لاسه ورکولو سربېره، هېواد د بشري حقونو د سرغړونو د ډېرو جدي پېښو شاهد دی.

افغانان نه یوازې دا چې سیاسي حقونه نه لري؛ بلکې مدني حقونه یې د سیاسي – مدني پوهې په نشتوالي کې تعریفېږي. د ښځو څخه د زده کړې، مطالعې او کار حق اخیستل شوی دی.

رسنۍ د اطلاعاتو خپرېدو په برخه کې ازادي نه لري او ښاریان هم له خپلو اساسي حقونو لکه کافي او غذایي خوړو، مالي اسانتیاوو ته لاسرسی، کاري فرصتونو ته لاسرسی، د ګرځنده ټیلیفونونو کارول، د جامو ډول او له تګ راتګ څخه بې برخې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x