د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام دا څرګندونې سېشنبه د غويي پر ۱۸مه په خپله اېکسپاڼه کې ليکلي دي. د نوموړي بنسټ په خبره، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه دی او د دغه هېواد یو پر درېیمه برخه خلک له لوږې سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې