روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۲

طالبانو د ناروغانو پر مخ د چمن – سپین‌بولدک دروازه تړلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د ناروغانو پرمخ د چمن – سپین‌بولدک دروازه تړلې ده.یوې سرچینې چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو له درېیو ورځو راهیسې د چمن – سپین‌بولدک ترمنځ د ناروغانو لپاره ځانګړې شوې «مازل ګلي» لار تړلې ده.

په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د ناروغانو پرمخ د چمن – سپین‌بولدک دروازه تړلې ده.

یوې سرچینې چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو له درېیو ورځو راهیسې د چمن – سپین‌بولدک ترمنځ د ناروغانو لپاره ځانګړې شوې «مازل ګلي» لار تړلې ده.

د سرچینې په وینا، طالبانو ادعا کړې چې یاده لاره یې په سیمه کې له افغانانو سره د پاکستاني پوله‌ساتو د ناوړه چلند له کبله تړلې ده.

یو شمېر ناروغ لرونکو  ورځپاڼې ته ویلي چې د دغې لارې له تړل کېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د مازل ګلي لار چې د سپين بولدک – چمن ترمنځ د عمومي دروازې سوېلي اړخ کې ده، مخکي د ډیورنډ کرښي دواړه غاړو ته پرتو ولسونو تګ‌راتګ پرې کاوه؛ خو په دې وروستیو کي یوازي ځینې ناروغان ورباندي پرېښودل کېدل.

پر ياده لاره تلونکو کسانو ته ځانګړي کارټونه ورکول کېدل او په ضمانت کې ترې اصلي پيژندپاڼې اخیستل کېدې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x