روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۰

طالبان: په کاپیسا کې یو کس د ماین جوړولو پر مهال وژل شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کاپیسا کې سیمه‌ییز طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو ۵۲ کلن سړی په خپل لاس جوړ کړي ماین چاودنه کې وژل شوی دی.دا پېښه چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ اړوند په محمودخېل کلي کې شوې ده.

په کاپیسا کې سیمه‌ییز طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو ۵۲ کلن سړی په خپل لاس جوړ کړي ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

دا پېښه چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ اړوند په محمودخېل کلي کې شوې ده.

په کاپیسا کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه ویلي چې دا کس محمداصف نومېده او جوړ کړی ماین په کور کې پرې چاودلی دی.

د خبرپاڼې په حواله، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

په لاس جوړ شویو او له جګړو پاتې ماینونو او ناچاوده توکو له دې وړاندې هم یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x