طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو د اصولو د خوندېتوب په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د په رسمیت پېژندلو، د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په تړاو د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو، له دې پرته چې طالبان ځواب ویونکي وګرځوي، له دې ډلې سره تعامل او مرستې ته دوام ورکړی دی. په قطر کې د سولې د خبرو پر مهال طالبانو اعلان وکړ، چې د پخوا په پرتله بدل شوي او د