په کابل کې د جاپان سفارت خبر ورکړی چې دغه هېواد په پام کې لري، څو له افغانستان سره د مرستو یوه نوې کڅوړه برابره کړي. دغه سفارت د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه، پر اېکس ټولنیزه پاڼه د یو لړ پوسټونو په ترڅ کې له دغه هېواد سره د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی. یاد سفارت ویلي چې دا پیسې د بشري مرستو او د افغانانو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په موخه ورکوي. د جاپان سفارت لیکلي: «موږ هیله لرو چې دا مرسته به د افغانانو پر ځان بسیا باعزته ژوند په ساتلو او