دوو باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي، د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا راټول شوي معلومات او شواهد ښيي چې په افغانستان کې میشت د داعش خراسان څانګې په ایران کې دوه چاودنې کړي دي. دغو سرچینو د جمعې ورځ، جنورۍ په ۵مه ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارو دغه معلومات د «څار اړیکو» پر بنسټ ترلاسه کړي دي. یوې سرچینې زیاته کړې ده: «معلومات روښانه دي او انکار ترې نه شي کېدای.» د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني د ترور څلورم تلین په مراسمو کې د ګډون لپاره د خلکو په منځ کې په