په هلمند کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ناچاودې هاوان مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی. دا پېښه پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه د موسی کلا ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده. په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند محمدقاسم ریاض ویلي چې د دغې پېښې قربانیان یوه ۱۰ کلنه نجلۍ او یو ۱۲ کلن هلک دی. له دې وړاندې هم له جګړو پاتې ناچاوده توکو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ماشومانو ژوند اخیستی دی. څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه