په پکتیا کې سیمهییزو سرچینو کرښې ته څېرمه د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د طالب او پاکستاني پولهساتو ځواکونو ترمنځ له نښتې خبر ورکړی دی.
سرچینو ورځپاڼې ته ویلي دا نښته دوشنبه ماښام د غويي پر ۲۴مه د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سپینه شګه سیمه کې پېل او لا دوام لري.
د سرچینو په خبره، نښته له هغې وروسته پېل شوه چې پاکستاني پوځيانو په سیمه کې امنیتي پوسته جوړوله چې طالب پولهساتو یې مخه نیولې ده.
د سرچینو د معلوماتو په حواله، پاکستاني پوځيانو د ځاځي اریوب ولسوالۍ پر ځينو سیمو د توپونو ډزې کړې دي.
تر اوسه په دې نښته کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نه شته.
پاکستان او طالبانو تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې هم د طالب او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتې شوې دي.
پاکستان پروسږکال د کب میاشتې په وروستیو کې د پکتیکا او خوست پر ځينو سیمو هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې کړې وه چې د ټيټيپي قوماندان عبدالله شاه پر استوګنځای یې برید کړی؛ خو له برید څو ساعته وروسته نوموړي په یوې ویډيو کې دا خبره رد کړې وه او ویلي و چې په پاکستان کې دی.
دغو کړنو ته په غبرګون کې طالبانو د پکتیکا په انګور اډه، د پکتیا ډنډ پټان او د خوست په ټڼیو ولسوالیو کې له پاکستاني پوله ساتو سره نښته پېل کړه.
اړوندې لیکنې :
- په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته؛ یو ډاکټر وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي
- په بدخشان کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د څړځای پرسر نښته؛ ۱۵ کسان ټپیان شوي
- پر کرښه نښته؛ یو طالب او یو پاکستانۍ پوځي وژل شوی
- ایراني چارواکو د افغانستان پر پوله له یو ټن زیاتو نشهيي توکو د کشف خبر ورکړی
- پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي
- افغان طالبانو له ټيټيپي سره د پاکستاني حکومت د مذاکرې غوښتنه کړې