پوهاند دوکتورم.ا. زيار اکسفورډ، ۳۰جون ۱۸ دا دواړه غږونه له فونېتيکي کمزورۍ او بلغږۍ سره سره، خپل فونيميکوالی کورټ له لاسه نه ورکوي… عصمت الله شينواری د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگې له هغو دوه درو هڅنده ځوانو زدکړيالانو څخه دی چې اوس اوس يې خپل رسنيز – څېړنيزکـړاوونه (مشقونه) اوازمېښتونه له نوې ژبپوهنې او بيا يې د هماغې لو مړنۍ بنسټيزې او تر ټولو زياتې ساينتيفيکې برخې، غږپوهنې (فونولوژۍ ) را پيل کړي دي. څه مهال وړاندې يې په پښتو کې د عربي ستونيز-چنغړکيز غږ ياگوډي الف (ء) شتون رامخته کړی