په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د جرمني پراختیايي بانک او آغاخان دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د شغنان ولسوالۍ په «درمارخت» کلي کې یو ښوونځی جوړ شوی دی.
د شغنان ولسوالۍ د طالبانو د پوهنې رئیس عبدالعزيز ضيايي شنبې ورځ، مرغومي په ٢٣مه، ویلي چې دغه ښوونځى د ٢٦ ميليونه او ٩٥ زره افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
د دغه ښوونځي ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي، اداري دفتر، د ښوونکو خونې او یو لابراتوار لري.
دغه ښوونځی د بدخشان ولایت په یوه لیرې پرتو سیمو کې جوړ شوی او د ۸۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ له راتګ دوه کاله وروسته لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.
په دې موده کې د طالبانو له لوري وړاندې شوي دلايل هېوادوال او نړۍواله ټولنې ته قناعت نه شي ورکولای.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په کابل کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو پر درېیو پروژو کار پېل کړ
- د طالبانو او خصوصي سکټور ترمنځ د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول
- طالبان: د تدارکاتو کمیسیون د څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې کړې
- سویس له افغانستان سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه
- کندهارکې اورلګېدنې نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی
- ازبکستان له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل