روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۴

په بدخشان کې احتجاج؛ د طالبانو په ډزو کې درې اعتراض کوونکي وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې د طالبانو په ډزو کې د وژل شویو احتجاج کوونکو شمېر درېیو کسانو ته لوړ شوی دی.سرچینو دوشنبه د غويي پر ۲۴مه ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د ارګو ولسوالۍ په چنار برلاس سیمه کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړې دي.

په بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې د طالبانو په ډزو کې د وژل شویو احتجاج کوونکو شمېر درېیو کسانو ته لوړ شوی دی.

سرچینو دوشنبه د غويي پر ۲۴مه ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د ارګو ولسوالۍ په چنار برلاس سیمه کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړې دي.

سرچینو زیاته کړې چې د ټپيانو شمېر هم ۲۵ تنو ته پورته شوی دی.

سرچینې وايي چې درې وژل شوي کسان زیدالله بای، مراد بای او حاجي عبادالله نومېدل.

د سرچینو په وینا، طالب سیمه‌ییز چارواکي په چورلکه کې له ارګو وتلي او د دغې ډلې جنګیالي هم د بدخشان مرکز فیض‌اباد ته ستانه شوي.

سرچینو زیاته کړې چې د ارګو ولسوالۍ په قره‌کمر او شمقارچي سیمو کې د طالبانو او احتجاج کوونکو ترمنځ نښته شوې ده.

د سرچینو په خبره، په دې سیمو کې هم اعتراض کوونکي ټپيان شوي؛ خو شمېر یې څرګند نه دی.

له دې وړاندې سرچینو ویلي و چې د طالبانو له خوا پر اعتراض کوونکو د ډزو په پاېله کې ۱۳ کسان ټپيان شوي و.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ویلي نه دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د ارګو او درایم ولسوالیو اوسېدونکو د طالبانو پر وړاندې اعتراض کړی و.

احتجاج کوونکو پرلپسې د طالبانو پر وړاندې شعارونه ورکول او د دغې ډلې له ځواکونو یې غوښتل چې له سیمو یې ووځي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x