روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۳۶

پر کرښه نښته؛ یو طالب او یو پاکستانۍ پوځي وژل شوی

په پکتیا کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتې د دوام خبر ورکړی دی.

سرچینو دوشنبه د کب پر ۲۸ رسنی  ته منلې چې په دې نښتو کې یو طالب وژل شوی او لاهم نښته دوام لري.

ورته مهال، پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې په دې نښتو کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د دغې ورځپاڼې د راپور په حواله، پاکستاني ځواکونه د «تیار سی» په حال کې دي او د سیمې په ټولو روغتونو کې «بېړنی حالت» اعلان شوی دی.

بلخوا، سرچینې ټينګار کوي چې د جګړۍ د شدت له کبله ښايي دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې وي؛ خو تر دې دمه رسمي سرچینو څه ویلي نه دي.

د یادونې ده چې لا هم د برمل ولسوالۍ د انګور اډې، د پکتیا په ډنډ پټان او د خوست په تڼۍ ولسوالۍ کې نښتې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د پاکستاني پوځيانو له لوري په یو توغندیز برید کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څلور ملکیان ټپيان شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې دننه یې د اطلاعاتو پر بنسټ «د اورپکۍ ضد عملیات» ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د دغو عملیاتو موخه د حافظ ګل بهادر پورې اړوند جنګیالي و چې له ټي‌ټي‌پي سره په ګډه د پاکستان په دننه کې د څو بریدونو مسوول دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځيانو له لوري د خوست او پکتیکا پر ځينو سیمو د بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x