روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۴۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۴۴
: 2

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو ایستل غندلي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې خپلواکې ډلې د پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د ناثبت شویو افغان کډوالو ایستلو باندې اندیښنه څرګنده کړې او د خطر سره مخ کډوالو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو غوښتنه یې کړیده.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې خپلواکې ډلې د پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د ناثبت شویو افغان کډوالو ایستلو باندې اندیښنه څرګنده کړې او د خطر سره مخ کډوالو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو غوښتنه یې کړیده.

د ملګرو ملتونو د نژادي توپیر د محوې کمیټې غړیو جمعه اګست ۲۳، وږي دویمه، پخپلو موندونو کې ویلي چې د پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو له کبله اندیښمن دي.

د دې کمیټې مشر مایکل بالسیرزاک خبریالانو ته وویل چې د “غیر قانوني بهرنیانو بیرته ستنولو پلان” له مخې د پاکستان څخه ۷ سوه زره افغان کډوال افغانسان ته ستانه کړل شویدي چې یوازې د روان میلادي کال د اپریل او جون په میاشتو کې ۱۰۱ زره افغان کډوال له همدې پلان له مخې د پاکستان څخه ایستل شویدي.

پاکستاني چارواکو د تیر کال په وروستیو میاشتو کې د هغو افغان کډوالو ایستل پیل کړل چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو قانوني اسناد یې نه درلودل.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د ډلې په راپور کې راغلي چې د تیر کال د سپټمبر څخه نیولې تر ډسمبر میاشتې پورې په پاکستان کې افغان کډوال ځورول شوي، په زور له کورونو ایستل شوي او ۲۸۵۰۰ یې توقیف شوي هم دي او له همدې ډار له کبله ګڼ شمیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شویدي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د دې راپور په هکله د تبصرې کولو لپاره د امریکا غږ غوښتنې ته ځواب ندی ویلي خو تر دې وړاندې یې استدلال دا و چې د غیر قانوني کډوالو ایستلو پلان یوازې په افغانانو نه بلکې په ټولو بهرنیانو تبطیقوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په یو شمیر هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي. دغې ادارې ویلي چې په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه یې کډوال دي او پاتې نور یې د کډوالۍ ورته حالت کې ژوند کوي او هم ۲۹۵ زره نورو په یو شمیر هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو لپاره مهلت ورکړی و او ویلي و، چې ددغې نیټې وروسته به قانوني اسنادو نلرونکي کډوال ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

ددغه مهلت د پای ته رسیدلو وروسته د نومبر په میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په کډوالو باندې د چاپې وهلو رپوټونه ورکړل شول او په ځینو برخو کې خو داسې پېښې هم ثبت شوي چې په موقتي مرکزونو کې نیول شویو کډوالو، خبریالانو ته د کډوالۍ خپلې پیژند پاڼې هم ورښکاره کړي خو بیا هم نیول شوي و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر په هغه وخت کې ویلي و چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په مهال له هغوی سره د نامناسب چلند، نیولو، ناقانونه بندي کولو، د ملکیتونو او شخصي توکو د تخریب او له هغوی څخه د پېسو اخیستلو په اړه راپورونو اندېښمن کړی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x