روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۲

محمودخان اڅکزی: که غوښتنې مو ونه منل شي، د ډیورنډ اغزن تارونه پرې کوو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په چمن کې پرلت کوونکو ته په خبرو کې ویلي، که غوښتنې یې ونه منل شي، پر ډیورنډ کرښې اغزن تارونه به پرې کړي.

اڅکزي چهارشنبه د کب پر ۲مه ویلي چې د پاکستان نوی حکومت دې یې غوښتنې ومني.

د نوموړي په خبره، د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، غواړي له پاکستاني چارواکو سره وګوري او د قومونو ستونزې ورسره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې سره هممهاله، د دغه هېواد له لوري پر سپین بولدک دروازې هم له پاسپورت او ویزې پرته د افغانانو پر تګ راتګ بندیز ولګېده.

د دغې پرېکړې په غبرګون کې په چمن کې زرګونو خلکو پرلت پېل کړی دی او لا دوام لري.

له دې وړاندې پرلت والو خبرداری ورکړی و که غوښتنې یې ونه منل شي، چمن دروازه به تر ناڅرګندې نېټې د تګ راتګ پرمخ وتړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x