روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۹

جان اڅکزی: ټول هغه کسان چې د افغانستان پېژندپاڼې لري، بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د امنیتي ګواښونو وروستي زیاتوالي ته د رسېدو لپاره یو اړین ګام دی.ښاغلي اڅکزي زیاته کړې، د بنو پرونۍ چاودنه د هغو ترهګرو له‌خوا ترسره شوې چې د افغان حکومت اسناد لري.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د امنیتي ګواښونو وروستي زیاتوالي ته د رسېدو لپاره یو اړین ګام دی.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړې، د بنو پرونۍ چاودنه د هغو ترهګرو له‌خوا ترسره شوې چې د افغان حکومت اسناد لري.

هغه وایي:« دغه وېروونکې پېښه په ترهګریزو کړنو کې د افغاني اسنادو په ځانګړې توګه د پېژندپاڼې په درلودلو سره د اشخاصو ښکېلتیا په ګوته کوي.»

جان اڅکزي لیکلي:« د تېرې اکټوبر په ۳۱مه د ژوب په برید کې شپږ تنه افغانان ښکېل وو.»

هغه لیکلي:«په خواشینۍ سره، دا پېښه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د یو افغان الاصله بریدګر شپږمه پېښه ده.»

ښاغلي اڅکزي لیکلي،:« د وروستیو پېښو وروسته تر ټولو دمخه باید د هغو افعانانو ستنولو ته لومړیتوب ورکړل شي، چې افغاني پېژندپاڼې یا کارتونه لري؛ ترڅو د پاکستان امنیت ټینګ شي.»

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې د دغه هېواد په تاوتریخوالي کې افغانان ښکېل دي؛ خو دا هغه څرګندونې دي، چې طالبانو تل رد کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x