په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر او د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال وايي، په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور بدلیږي. هغه وايي، له اسلامپالو ډلو د خلکو تمې ځکه پرې شوې چې د نورو نیابتي جګړې کوي.
په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر او د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال نن دوشنبه د لیندۍ ۱۹مه، په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور په بدلېدو دی او ورځ تر بلې یې د پخوا پرتله اغېز کمیږي.
ښاغلی لېوال زیاتوي چې، له اسلامپالو ډلو د خلکو تمې ځکه پرې شوې چې: «دغه ډلې اوس د امریکا، روسیې، چین، ایران او پاکیستان د ګټو په نیابتي سیالیو کې لیلام شوې، او د خلکو دغه هیله هم ولاړه.»
هغه وړاندې وايي، چې خلکو له دغو بنسټپالو او جهادي ډلو هیله لرله چې، «که یې دنیوي هوسا ژوند ته یې ونه رسوي، اخرت خو به یې ورښه کړي.»
عبدالغفور لېوال زیاتوي چې د بنسټپالو ډلو د کړنو له امله اوس د خلکو هیلې ملي ولسواکو دولتوته دي.
سیاسي شنونکي په داسې حال کې پر بنسټپالو ډلو نیوکې کوي چې پر طالبانو تور دی چې دوی په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته په نړۍ د لویو ځواکمنو هیوادونو په مالي ملاتړ روان دي او په دې سره د هغوی تګلارې عملي کوي.
تازه په سوریه کې د تحریرالشام په نوم یوه جهادي ډله چې د دغه هیواد د مخکني ولسمشر بشارالاسد د حکومت په پرځېدو کې یې رول لاره، پرې نیوکې دي چې دغې ډلې د امریکا په ملاتړ د بشارالاسد حکومت چې د ایران او روسیې له لوري یې ملاتړ کېده نسکور کړ.
اړوندې لیکنې :
- ایا د نور تلویزیون خپرونې "غیر اسلامي" و؟
- ایا اسلامي هیوادونه له طالبانو څخه مایوسه شوي دي؟
- د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو غوښتنه کړې
- په مصر باندې د ناپلیون له برید څخه څو پیړۍ وروسته د یوه اسلامي قدرت راڅرګندېدل
- فایق وایې د طالبانو سیاستونه د افغانانو د اسلامي ارزښتونو او کلتور خلاف دي
- امنه محمد او د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي د افغانستان او غزې پر حالاتو خبرې وکړې