روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۷

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال: نظام یوازې په طالب او ملا نه جوړېږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر او د حقاني شبکې غړی محمدنبي عمري د دغې ډلې مشرتابه ته په اشارې ویلي چې نظام یوازې په طالب او ملا نه جوړېږي او په خبره یې، عصري علوم هم یوه جدي اړتیا ده.عمري دوشنبه د وري پر ۲۷مه د خوست په میخانیکي انسټيټوټ کې د خبرو پر مهال د طالبانو پر مشرتابه نیوکه کړې ده.د نوموړي په خبره، که څوک دا لیدلوری لري چې نظام یوازې په ملا او طالب جوړېږي، په خبره یې، دا یوه تېروتنه ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر او د حقاني شبکې غړی محمدنبي عمري د دغې ډلې مشرتابه ته په اشارې ویلي چې نظام یوازې په طالب او ملا نه جوړېږي او په خبره یې، عصري علوم هم یوه جدي اړتیا ده.

عمري دوشنبه د وري پر ۲۷مه د خوست په میخانیکي انسټيټوټ کې د خبرو پر مهال د طالبانو پر مشرتابه نیوکه کړې ده.

د نوموړي په خبره، که څوک دا لیدلوری لري چې نظام یوازې په ملا او طالب جوړېږي، په خبره یې، دا یوه تېروتنه ده.

نوموړی زیاتوي: «دا نظام یوازې په ملا صاحب نه جوړېږي، بیا هم په تکرار سره وایم که زه دا اشتباه وکړم یا زما مشران دا اشتباه وکړي چې نظام یوازې په ما جوړېږي او یوازې په ما مجاهد، ملا او طالب جوړېږي، دا اشتباه دې پر دوی مبارک وي، موږ ورسره موافق نه یو.»

دا څرګندونې داسې مهال راغلې دي چې طالبانو په څه کم درېیو کلونو کې له حکومتي اډانې یو شمېر مسلکي او تجربه لرونکي کسان ګوښه کړي او پر ځای خپل کسان ګومارلي دي او دا لړۍ روانه ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، دغې ډلې یو شمېر حکومتي کارکوونکي له دندو لرې کړل چې اوس له ناوړه اقتصادي ستونزو کړېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x