روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۹
: 1

د طالبانو او خصوصي سکټور ترمنځ د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خصوصي سکټور سره د شاوخوا دوه میلیادره افغانیو په ارزښت د درېيو پروژو تړونونو د لاسلیک خبر وکړی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي دا تړونونه چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه لاسلیک شوي دي.

په دې پروژو کې د کابل په هوايي ډګر کې د پارکېنګ او انتظارخونې، د فاریاب د اقینې بندر د «تیرپارک» او د هرات د ګذرې ترمینل جوړول شامل دي.

ورته مهال، بیا د قراردادي شرکت نوم نه دی یاد شوی.

له بلې خوا د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند له قراردادي شرکتونو غوښتي چې خپل کارونه په ښه کیفیت او په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تېرو دوو کالو ډېره موده کې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د کانونو د استخراج او ځينو نورو برخو کې تړونونه لاسلیک کړي دي.

ورته مهال یو شمېر کارپوهان او د هېواد ځيني اوسېدونکي بیا وايي چې هېڅ شرکت یا دولت حق نه لري چې په افغانستان کې له نامشروع او نامسووله نظام سره د افغانستان د کانونو په برخه کې تړون لاسلیک کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x