روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۷

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په بامیان کې د خپلو درېیو وګړو وژل کېدل ومنل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په بامیان ولایت کې د وسله‌وال برید په ترڅ کې د دغه هېواد درې وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.د اسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز، جمعه د غويي پر ۲۸مه شپه مهال په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دغې پیښې قربانیان «سیلانیان» وو.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په بامیان ولایت کې د وسله‌وال برید په ترڅ کې د دغه هېواد درې وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د اسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز، جمعه د غويي پر ۲۸مه شپه مهال په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دغې پیښې قربانیان «سیلانیان» وو.

هغه ویلي دي: «په افغانستان کې د اسپانوي سیلانیانو د وژل کېدو خبر حیران کړم. زه وضعیت له نږدې څارم. د قونسلګرۍ بیړنۍ څانګه هڅه کوي ځو ټولې اړینې مرستې چمتو کړي. زه غواړم د دوی کورنۍ او ملګرو ته خپله خواخوږي وړاندې کړم.»

ورته مهال فرانس خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دغې پېښې درې ټپیان د ناروې، اسټرالیا او لیتوانیا وګړي دي.

په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو برید د یو شمېر بهرنیو هېوادونو او چارواکو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

اروپايي ټولنې او د افغانستان لپاره د امریکا استازو په جلا جلا اعلامیو کې دغه برید غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي چې تاوتریخوالی د حل لاره نه ده.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر هم په بامیان کې پرونی وسله‌وال برید «بزدلانه» بللی او غندلی یې دی.

ورته مهال، اروپايي ټولنې په دغه برید کې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې رافیلا ایوډېس په بامیان کې پر بهرنیانو برید ناځوانه بللی دی.

د طلبانو د کورنیو چارو وزارت مني چې د بامیان ولایت په مرکز کې د وسله‌والو په برید کې درې بهرنيان او یو افغان وژل شوي دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د يادونې ده چې په باميان کې پرونۍ ډزې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پر بهرنيانو ترټولو خونړی بريد بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x