شلو اروپايي هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د هغو افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره یو عملي پلان جوړ کړي چې په اروپا کې قانوني استوګنه نه لري.
د دغو هېوادونو د پناهغوښتنې او کډوالۍ وزیرانو په ګډ لیک کې ټینګار شوی چې دا پروسه، که رضاکارانه وي یا اجباري، باید ژر تر ژره پلي شي.
د بلجیم د کډوالۍ وزیرې انیلین ون بوسویت ویلي چې اروپايي هېوادونه پر کمېسیون فشار راوړي څو د افغانانو د بېرته راستنېدو لپاره حل لارې ومومي، حتی که دا د کابل له چارواکو سره خبرو ته اړتیا ولري.
اړوندې لیکنې :
- بېنېټ: له جرمني څخه د افغانستانی مجرمینو کډوالو بېرته ستنولو دوی لا له ډېر ګواښ سره مخ کوي
- د بشري حقونو څار سازمان: هېوادونه دې د افغانستانی کډوالو د اېستلو له پاره پر پاکستان فشار راوړي
- واشنګټن پوسټ: اروپايي هېوادونه له طالبانو سره تعامل ته نږدې کېږي
- افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری:په سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو کې مو ښکېلتیا، ناقانونه ده
- د اروپايي ټولنې مشرانو په منځني ختیځ کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه
- اروپايي ټولنې له پاکستانه ایستل شویو کډوالو او زیانمنو خلکو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړه