روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۰

په فارياب کې د دوو کسانو وژنه؛ یو قرباني د تېر حکومت د ولسي پاڅون‌کوونکو قومندان دی

په فاریاب کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون‌کوونکو د یوه پخواني قوماندان په ګډون د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

په لومړۍ پېښه کې پنجشنبه‌شپه د کب پر ۱۷مه د المار ولسوالۍ د نغیلي په کلي کې د تېر حکومت د ولسي پاڅون‌کوونکو يو قوماندان علاءالدين ووژل شو.

هغه په دې ولسوالۍ کې له خپل مېلمستونه د وتلو پرمهال د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري ویشتل شوی دی.

په یوې بلې پېښه کې د محمدامين په نوم يو ٥٥ کلن سړى جمعه د کب پر ۱۸مه له غرمې وروسته د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په خواجه قشري کلي کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په نښه او وژل شوی دی.

محمدامين د فارياب ولايت د پښتون‌کوټ ولسوالۍ د غنډسنګ کلي اوسېدونکی و.

په فارياب کې طالب سیمه‌ییز مسوولان د دغو دوو پېښو رامنځته کېدل مني؛ خو وايي چې د دې وژنو لامل او انګيزه نه ده معلومه.

فاریاب ولایت کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د تېر حکومت پوځیانو د وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د کب مياشتې له پيله په فارياب کې ١٤ کسان وژل شوي چې پنځه يې د پخواني حکومت سرتېري دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x